پښتون يا افغان څوک دي؟
آدم خان يوسفزي- پشاور، پاكستان
تقريباَ دشلو کلونونه راپه دې خوا د (افغان) يا (اوغان) دکلمې په اړه په افغانستان کې په تيره بيا د روشنفکرانو په مينځ کې ديرې لفظي او قلمي شخړي مينځ ته راغلي دي. پدي کې شک نشته چی افغانستان يا خراسان کی دننه د (افغان) کلمه دملي هويت حيثيت نه دی موندلی خو که پر دغي مسالي باندي بي له غرضه او هر اړخيز څيړنې وشي زه باور لرم چي په زړه پورې نتيجي ورڅخه لاس ته راځي. واقعيت خو دادي جي همدا اوس افغانستان کی دیننه، غيرپښتانه پښتنو ته (افغان) يا ( اوغان) وايي.
اما که له يو پښتون ځخه وپوښتل شي چي څوک يېِ نو ځواب يي هرو مروبه همدادي چي: زه پښتون يم. يعنی ځان په طبيعي دول پښتون ګني نه افغان. دې نه څرګنديږي چي پښتنو ته د (افغان) دکلمي اطلاق پرسياسي دلايلو باندي ولاړه يوه خبره ده. ددغي مسالي د هرڅه روښانولو دپاره ښه به داوي چي مساله در ورشو او دوي څخه واورو. د پختانه په كتاپ كښې ددريم فصل عنوان (پختون- افغان: تاريخي ساپقه او ريښه) ده. په دې كتاپ كښې د (افغان) په پاره كښې داسي راځي: ( په لرغونو شرقي آثارو كې «پختون» معمولاِ د افغان په نامه ياد شوي دي خو يو شمير غربي پوهان پردي عقيده دي چي د «بختون» دكلمي سابقه تر«افغان» نه اوږده ده.) په همدغه كتاب كې راځي: « په عمومي ډول پختنو تل ځانونو ته پختانه بللي دي او د افغانستان نور اوسيدونكو او بهرنيو خلكو ا كثره دافغانانو په نامه يې ياد كړي دي.» “ خپله د پختنو په اكثره ليكونو او حتي اشعاروكې «پختون» افغان پلل شوي دي. يو شمير ليكوالانو او شاعرانو لكه آخوند درويزه او خوشحال خان خټك «پختون» او «اففان» د مترادفو الفاظو په توګه استعمال كړيدي “ بل ځاي كې ليكي: “ نولسمی پیړي له اوايلو نه را دې خواته اكثره غربي ليكوالانو او مستشرقينو افغان كلمه په خاصه او قومي مانا د پختون مترادف بللي ده. “ د سلگونو کلونو رادی خوا پارسی وانانو هرهغه چا ته چی پشتو وایی «افغان» ګنلي دي. كه ديو هزاره، ازبک، تاجک یا بلوچ څخه وپوښتل شي افغان څوك ديٌ نو سملاسي يو بختو ویونکی به درته و ښيي. كه څه هم په سياسي لحاظه د عبدالرحمن خان دحكومت له اواخرو نه چي تقريپاً ۹۵ كاله كيږي د افغان او افغانستان كلمه به رسمي ډول تبليغ شويدي. خو دا كلمه هميشه دوه مخه درلوده چي په ظاهر كې د افغانستان (خراسان) اتپاعو ته ويل كيده او په باطن كه منظور پختون وو او نن هم هماغه دوه مخيزه «افغان» کلمه په دوو ماناګانو كښې يو يې حقيقي او پل يې سياسي استعماليږي چي په خصوصي جرګو كې « افغان» یا «اوغان» دپختون مترادف ګنل كيږي او جرګو نه پاهر رنګ يې پدليږي او هلته د افغانستان ټولو اتباعو ته افغان ويل كيږي. څينې خلك غواړي چي «افغان» او «اوغان» په دوو مختلفو ماناګانو كښې تفسير كړي چي دا بالكل غلطه خبره ده. سوال دادي چي آيا در «افغان» کلمه دملی هویت لپاره یوه مناسبه او قوی کلمه ده؟ آیا د «افغان» کلمه د افغانستان داتباعو په مینڅ كې يو والې راوستلاي شي؟ كه دافغان كلمي ضعف او قوت په ځير سره و څيړوٌ نو دا نتيجې ته رسيږو چي د اوغانستان خلك خو څه چي ټول پختانه هم د افغان يا اوغان كلمي ته دخپل ملي او قومي هويت په سترګه نه ګوري. ددي كلمي دمحدوديت او ناتواني دحقيقت په تاييد كې د «سراولف کارو» څيړنه د پختانه (پټانز) دكتاب نه تاسوته نقل كوو. دي ليكي: “ كه چيري یو سفزي يا خليل څخه وپوښتل شي چي څوك يې؟ سملاسی به درته ووايي چي زه «افغان» یم. دوي په پختو خبري كوي خو خپله په خټه ځان «افغان» معرفی کوی.” مهمه خبره داده چی دوی اکثره پاکستان کی میشته دی او پاکستانی تابعیت لری. بل ځاي كي وايي: “ دلوړړ سيمو اوسيدونكي خټك، اپریدی، وزیر او داسی نور ددوی په نظر کې پخپلو كې ښه پختانه دي خو دوي په افغانيت كې شك كوي.” دغلجی په هکله وایی: “ داصيل افغانيت ادعا ورڅخه پاتي شوې دي. “ او لیکی: “ نو لنډه داچي ټول هغه پختانه چي د خرشپون په كرښه كې سربن ته رسيږي اصلي او واقعي افغانيت بيرغ لوړ ساتي او دافغانيت كلكه ادعا كوي.” ټول پورتني ويناوې حقيقت لري او دا سپينه شويده چي دافغانستان ټول پختانه د افغانيت ادعا نلري. صرف محدودې حلقې دي چي د افغانيت جندي جګوي او شعارونه وركوي چي هغه هم نه ملي اونه هم انساني بلكه قبيلوي او نژادپالونکی اړخونه لري. دلته ددغو حقايقو په رڼا كښې مونږ ته دا په ګوټه كيږي چي د افغان يا اوغان كلمه پختانه نشي سره يوځاي كولاي او كوم كلمه چي پختانه يا پختو غږيدونكو ته د قبول وړ دي صرف د «پختون» کلمه ده او بس. دلته ضروری ده چی یوه مهمی ټكې ته اشاره وشي او هغه د «افغان» دكلمي استعمال قدامت دي. دوكتور حبيب الله تږي ليكي: “ دافغان نوم لږ ترلږه زركاله پخوا په همداسي شكل په حدودالعالم كښې ذكر شويدي.” سوال دادی چی دزرکالو په ترڅ كې دفارس امپراتوري كلتور او فشار ونشوكولاي چي پختون يې افغان كړي نو په يوه ويشتمه پيړي كې چي دمالوماتو دانفجار پيړي دي څرنګه كيداي شي چي داكلمه (افغان) په تولو پختنو باندي تحميل شي؟ لكه څرنګه چي څيړونكي دا حقيقت څرګنده كړيدي چي دافغان كلمه هغه پختانه چي در خرشپون په كرښه كې سړبن ته رسيړي منسوپ دي خو وينو چي په دوي كې هم صرف يوسفزي او خليل كلكه «افغانیت» ادعاکوی چی هغوی هم پاکستان تابعیت لری او کلکه او وفاداره پاکستانیان دی. اوس سوال دادی چی ولی پختون پخپله خپل مستعار نوم «افغان» ردوی او نه یی منی؟ تعجبه خبره داده چي پارسي وانان چي ددي كلمي مخترعين دي څرنګه «افغان» منلای شی؟ لکه څرنګه چي وينو پختانه هر هغه چا ته چی پارسي وايي پارسيوان وايي. ښايي چي هغه هزاره وي يا ازبك يا تاجك يا پختون يا بلوچ. داځكه چي «پارسیوان» یو ژبنی هویت ده نه قومی یا قبیلوی هویت. په همدي ډول پختون هم په حقيقت كي ديوي قومي هويت نه يو ژبني هويت ته تبديل شوي او دليل يې هم روښانه دي. او وينو چي نن هغه پختانه چي په خټه کی.پختون نه دي لكه: اورمړٌ قبيلي، مټي قبيلي، غلجی، لودی، او داسی نورټول پختانه بلل كيږي ځكه چي دوي په پختو خبري كوي. دافغانستان يا خراسان د پختانه په سوسايتي كې يوه محدوده نژادپالونكي مشريه حلقې چه اكثره شړل شوي كمونيستان او نورو ملحدينو او مشركينو دي چي د پختون والی یا پختونيزم ترپردي لاندي شپي سباكوي همدوي دي چي خصوصي جرګي جوړوي، دپختونوالی یا پختونیزم او اقلیت او اکثریت ناری سوری وچتوی او دخپل شومو مقاصدو تر سره کولو لپاره حتی هغه پارسی وانان چی په خټه كې پختانه دي او يا پلرونه يې پختو غږيدونكي وو پختون گڼي او غواړي چي د پختون اكثريت ددي لاري نه تامين كړي. خو دايې هيرو شوي دي كه چيري يوه پارسيوان چي په خټه كې پختون وو يا پلرونه يي پختو غړيده پختون ووايو نو هغه پختانه چي په خټه كې پختون نه دي څه وبولو؟لكه د اورمړ قبيلي ته منسوپ قبايل او مټي قبيلې ته منسوب قبايل لكه غلجيٌٌ،لودی، او داسی نور. سوال دادی آیا دمټي قبيلي ته منسوب قبايل لكه غلجي، لودی، سیانی، نیازی، سوری، او داسی نور چی په خټه كه تاجك دې تاجكان ياپارسی وانان ویلی شو؟ که هغه پارسی وانان چی په خټه كې پختون دي پختانه بلل كيداي شي، نو په دی حساب ټول پورتني مټي قبيلي هم تاجكان بلل كيړي. دپورتنيو ويناوي په تاييد كې سراولف كارو ليكي: “ پاتي ټول هغه څوك چي پښتو وايي او غلجي ته منسوپ دي دهلي د پختنو دوو كورنيو- لوديان (۱۴۵۱- ۱۵۲۶) او سوريان (۱۴۳۹- ۱۵۵۵) په شمول، د ښځينه كرښي څخه پيدا شوي دي.” او لیکی: “ مولف پدي ځاي كې ديوي كورني په هكله چي غور (اوسني هزاره جات) كې اوسيدل او د شنصبانی په نامه مشهور وو او په دي وختو كې نوي مسلمان شوي وو يادوونه كوي. دا هماغه كورني ده چي څوپيړي وروسته په (۱۱۹۲) كي يي شمالي هند فتح او اسلام يي خپور كړ او پريتوي راج ته ماته وركړهٌُ. دوي له ضحاك zohak نه ډيرشوي دي. ددي كورني يو غښتلي ځوان شاه حسين نوميده.” او لیکی: “ بي بي مټو شاه حسين ته واده كړه” او همداسی لیکی: “ لمړي څرګنده ټكې دادي چي د پخوانيو دوډونو له مخي غلجي له افغان له خټي څخه نه دي” او لیکی چی: “ شاه حسین تاجک او په اصل کی ایرانی وو.” دی همداسی لیکی: “ د جنيولوژي له مخې مونږ داسي وڅيړه چي غلجي د بيټني زامن او د قيس لمسيان دي خودا يوازي دده د لور بي بي مټو له لاري حسابيږي او بي بي مټو ديوه بانديني شهزاده له خوا ښځه شوي وو او هغه حسين نوميده.” په پای کې ليكي: “په هرحال دا څرګنده خبره ده چي دا شهزاده افغان نه وو. دا روښانه خبره ده چي حسين دغوري دكورني يو شهزاده وو.سراولف كارو دخپل كتاپ په پاي كې غوريان تاجك او ايرانيان بولي. دپورتنيو څيړنونه دي نتيجي ته رسيږو چي يو پختون پارسي وان ته پارسي وان يا فارس يا حتي تاجك ویلی شو ځكه چي تاجكو كې هم مختلفو قامونو ګډ شوي دي ا و يو پختو ژبي تاجك ته پختون ویلی شو ځكه چي دواړه ژبني هويتونه دي كه دي باندي ټينګار وكړو چي پختون يوه قومي هويت دي نو په دي اساس هرهغه چاچي پختو غږيږي او په خټه كي پختون نه دي پختون نه بلل كيږي چي په هغه صورت كې د اصيل پختون او بدل پختون خبره مينځ ته راځي چي دويمه صورت كې هغه چا چي پختو غږيږي او په خته كې پختون ندي پختووان يا مركب نوم لكه كړاني پختون يا مټي پختون يا تاجك پختون ويلاي شو. اما د افغان په هكله بايد وويل شي چي ديوه خالصه قبيلي مستعار نوم دي چي صرف دوه قبيله ورته غاړه ايښي ده. چي يو يې يوسفزي او بل يې خليل دي او نوروته د منلو وړ ندي. په پختون يا پارسي وان يا تاجكو كلماتو كې يوه مشتركه وجه موجوده ده چي هغه ژبه دي خو په «افغان» كې دا وجه نشو ليدلاي. او زه نپوهيږم چي يو تاجك، نورستانی، ازبک، بلوچ، یا هزاره ته څرنګه افغان بللي شو؟ او پخپلو ليكونو كې افغان دپختون مترادف ګنو؟ ځواب يي د سياسي له لحاظه آسان دي. آيا دامو قبوله ده چي، سیاسی له لحاظه، يو پختون ته تاجك يا ازبك يا هزاره ووايو؟ که مونږ «افغان» سياسي له لحاظه د افغانستان موجود خلك ملي هويت ومنو نود پاكستان پختانه ته هم افغان ويلي شو؟ كه ځواب مثبت وي نو بياهم دسوال ځاي دي چي ولي پاكستاني پختون افغان بلل كيږي؟ يوه نژادپالونكي تيوريسين داسي ځواب وركوي چي، هغوي پختانه دي او تول پختانه افغانان بلل كيږي. كه همدا ځواب ويٌ پدي صورت كې د «افغان» کلمه منحصره ده پختنو ته نو دافغانستان نورو خلکو څه وبولو؟ ښايي يو بل قام پالونكي تيوريسين راشي او ووايي چي دپاكستان پختانه افغان ويلي شو ځكه چي پختون يو قام دي مينځ كې سرحد راغلي دې او مونږ داسرحد نه منو. مونږ هم داخبره ومنل، هو! دا یو قام دی او هغوي هم افغانان دي. اوس ګورو چي دبلي خوانه تاجكانو، ازبکانو، ترکمنانو، هزاره گانو، بلوچانو، او نورستانیو هم دحق غوښتني آواز پورته كوي او وايي چي زمونږ هم نيمايي قام دسرحد نه هغه خواته په تاجكستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان ا و حتی په چین کې ميشته دي. په دې صورت كې هغوي هم افغانان بلل كيږی! هغوي هم په دي وطن كي حق لري! كه چيري داومنو، چه منل شوی هم ده، چی «افغان» د «پختون» مترادفه كلمه يا مستعار نوم دي نو په دي اساس بلوچ، تاجک، نورستانی، ازبک، هزاره، ترکمن، او داسی نور بالعموم غیر پختانه دی او افغان نشي بلل كيداي. ددغو حقايقو په رڼا كې دا په ډاګه كيږي چي افغان يوه قبيلوي مستعاره نوم دي او دملي هويت درښودلو ظرفيت نلري. سراولف كارو ليكي: “ لرپختنو (دپاكستان پختانه) بره پختونخوا )موجوده افغانستان) خراسان بولی.” لکه څرنګه چي وينو ټول كوچيان هم داوطن خراسان بولي. سوال دادي چي ولي لرپختونخوا او كوچيان داوطن د افغانستان پرځاي خراسان بولي؟ داددي وضاحت دي چي ددي وطن (موجوده افغانستان) اصلي نوم خراسان دي ا و دټولونه جالبه داخبره ده چي لر پختانه بره پختانه ته خراساني پختانه هم وايي. اصلي سوال دادې چي ددي وطن دخلكو بومي هويت «خراسانی» او اصيل نوم یی «خراسان» یا «خورآسان» چا بدل کړه او څه مقصد يې درلود؟ څه خلك په دي عقيده دي چي احمد شاه بابا د افغانستان موسس دي او چا ميرويس نيكه د افغانستان باني بولي. خو حقيقت دادي چي نه ميرويس خان په وخت كې ددي وطن نوم افغانستان وو او نه احمدشاه بابا د افغانستان نوم يې اخستې ده احمد شاه دخپل دقبيلي «درانی» حکومت جوړ كړه كه څه هم د دراني دولت پاچا وه خو په عرف كې دخراسان امير بلل كيده. سوال دادي چي افغانستان او افغان نوم كله او څرنګه سياسي دګر ته راغي؟ كله چي انګريزانو په دي سيمه كې حكومت چلاوه او دهغوي بهرني سياست «تفرقه واچوه حکومت وکه» وو او نن هم دي دخپل مشهور او خطرناك ګوداګي عبدالرحمن خان په ذريعه ددي خاورې اصيل نوم «خراسان» څخه افغانستان ته واړوه چي تقريبا ۹۵ كاله كيږي. انګريزانو په دې ټكي پوه وو چي «افغان» او افغانستان یوه محدوده او قبیلی پوری تړلي نوم دي چي هيڅكله هم ملي يووالې نشي راوستي او په نتيجه كې ګورو چي پس له ۹۵ كاله تبليغاتو باوجود «افغان» او «افغانستان» ترننه پوري هيچا حاضر ندي چي ځان افغان وبولي. انګريزانو تر اوسه پوري دغو دوو كلمو پلوي كوي. نن يا سبا به تاسو ته ښكاره شي كه چيري د افغانستان خلك وغواړي چي دانوم بيرته خپل اصلي نوم «خراسان» ته واړوي نو يقينا دانګريزانو كلكه مخالفت سره مخامخ كيږي. نو په حقيقت كې انګريزبابا د افغانستان بانی دي او دهري بدلون او تغيير دپاره بايد له انګريز بابا څخه اجازت وغوښتل شي. انګريزانو په دي باندي ښه پوه وو چي خراسان هغه لرغونې نوم دي چي ټولو قامونو ته منسوپ دي او خراساني هم هغه چا ته ويل كيږي چي په خراسان كې ميشته دي او دا پياوړتيا لري چی دوي سره يوكړي او يوه ټينګه پياوړي خراساني ملت بيرته راژوندي كړي او په دي هم ښه پوهيدل چي دخراسان او خراساني كلمي پوري يو قام تړل و بل قام ورڅخه شړل ممكنه نه ده لكه څرنګه چي په افغان او افغانستان كلمو كې ليدل كيږي. ژر يا وروسته دا به ټولو ته څرګنده شي چي انګريزانو د «خراسان» دكلمې په مقابل په كلكه سره دريږي ځكه دوي ته را په ګوته شوي دي چي خراسان او خراساني هغه خطرناكه كلمه ده چي كولاي شي په لنډه موده كې يو قوي ملي او اسلامي يووالې مينځ ته راوړي. دپورتنيو څيړنو او عيني واقعياتو پراساس يو تاجك، ازبک، غلجی، هزاره، کړلاني، بلوچ، نورستانی، ترکمن، گوجر، نشي ادعا كولاي چي زه «افغان» یم خو دوی په قوت سره دخراسانی ادعا کولای شی. ځكه خراسان ددي وطن طبيعي نوم دي او قومي او قبيلوي اړخی نلري. په حقيقت كې د تاريخ په شهادت دوي ټول خراسانيان دي او تاريخ هم دا شهادت وركوي چي حضرت رسول اكرم (ص) او دهغه یاران هم داوطن دخراسان په نوم پیږندل او نن د پاكستان پختانه او كوچيان هم داوطن دخراسان په نامه يادوي او پيژني او حتي په چين او مغولستان كې هم داوطن دخراسان په نوم معروف دي. سره ددي ټولو حقايقو او شواهدو او څيړنو نه انګريز بابا ته دا دمنلو وړ نه دي. او ته بيا هم غواوړي د انګريزو په نقش قدم دخراسان دمسلمان او مومن ولس د تفرقي او ملي وحدت ماتولو د پاره دافغان او افغانستان كلمه تحميل كړي. څښتن تعالي په قرآن عظيم الشان كې فرمايي: “انا حعلناکم شعوبا و قبایل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقکم” ترجمه: مونږ تاسو په قامونو او قبيلو وويشل چي يوبل سره و پيژني او په تاسو كې غوره هغه ده چي پرهيزګار وي. دلته ګورو چي الله تعالي (ج) قومي هويتونه د تعارف دپاره پيدا كړيدي. تاجک، پختون، هزاره، ازبک، بلوچ، غلجی، درانی اوداسی نور. دا یو انسانی جنایت دی چی یو قام پاڅي او دنورو قامونو هويت لميځه ويسي او خپل قومي اوقبیلوی هويت په هغوي تحميل کري. لنډه داچي كوم كسان چي د افغان او افغانستان ترپردي لاندي دملي وحدت شعارونه پورته كوي دوي پخپله ښه پوهيږي چي درواغ وايي او خپله په خپل خبره باندي ايمان نلري او ددوي مطلب هماغه دوه مخيزه «افغان» دی چی په باطن کې پختون او په ظاهر کې ملي هويت او په اصل كې د قومي هويتونو ترور كول د ي. زه امید لرم مسلمان او مومن پختانه لیکوال داسلام، عدالت، او انسانیت تر بیرغ لاندی د قام پالنی اوریسیزم پرضد خپل صادقانه او عادلانه لیکلو ته دوام ورکړي. او وزه دلته هغه شړل شوي كمونيستان او قام پال مشركانوته وايم چي د پښتانه دين اسلام دي او يو مومن مسلمان پختون يو مومن مسلمان تاجك، هزاره، ازبک، بلوچ، او داسی نور دیو کمونیست او مشرک قامپال پختون نه غوره گڼي. دا ځكه چي اسلام دقام پالی او ریسزم سره سخت په تضاد کې دي او قامپالي او ريسيزم د جاهليت د دوري تيوري ده چي هيڅ مومن او مسلمان پختون په دغه ناوړه او ګنده تيوري پاندي عقيدي نلري. مسلمان او مومن پختون تيوري او عقيده اسلامي ورورولي دي. ددي نه غټه دليل نشته چي حضرت رسول اكرم (ص) پختون نه وو، ایراني هم نه وو بلکه یو عرب وو خو ګورو چي مومن پختانه هغه ته ايمان لري او يقينا ايمان او اسلام او اسلامي ورو ر وري د پختو او پختونوالي نه غوره ګڼي.
کاپی شده ار: رستاخیز ملی
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر